د پاکستاني طالبانو دوه لوړ پوړي مشران کانټینیټل هوټل سره وژل شوي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

د پاکستاني طالبانو دوه لوړ پوړي مشران کانټینیټل هوټل سره وژل شوي

د پاکستاني طالبانو تحریک طالبان دوه تنه لوړ پوړي مشران کابل ته غوښتل شوي او هلته په مرموزه توګه وژل شوي دي

د پاکستاني طالبانو دوه تنه مشران شیخ خالد چې یو وخت ددغې ډلې د مشر نائب هم پاتې شوی وو له خپل ملګري سیف یونس سره یوځای کابل ته په مرموزه توګه غوښتل شوي او تیره جمعه یې د کانټینینټل هوټل سره خواکې جسدونه موندل شوي دي

تر اوسه معلومه نه ده چې د تحریک طالبان دغه دوه مشران له کوم ځای څخه کابل ته ورغلي او یا چا ورغوښتي وو، خو تر دې وړاندې افغانستان او پاکستان دواړو یو بل د مخالفو وسلوالو په ساتنه او تمویل تورن کول

د تحریک طالبان نور لوړ پوړي مشران فقیر محمد، سجڼا، ولی الله هم په افغانستان کې وژل شوي او لطیف الله محسود په لوګر کې د افغان دولت له رنجر موټر ښکته او نیول شوی وو چې بیا پاکستان ته وسپارل شو

بي بي سي ته د تحریک طالبان پاکستان ځینو چارواکو منلې چې ددوی دوه مشران د کانټینیټل هوټل سره وژل شوي او دوی یې جسدونه په کنړ کې خاورو ته وسپارل

د تحریک طالبان د مشرانو په کابل کې دا مرموزه وژنه ډیرې اندیښنې راپورته کوي چې څنګه، د چا له خوا کابل ته غوښتل شوي او ولې ووژل شول

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *