ناټو وایي چې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو په اړه ارزونه کوي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

ناټو وایي چې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو په اړه ارزونه کوي

د ناټو غړي هیوادونه وایي چې دوی غواړي له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو د ایستلو په اړه ارزونه وکړي

د ناټو هیوادونو ځینو غړیو ویلي چې خپل زرګونه عسکر به له افغانستان څخه وباسي

خو ځینو نورو غړیو بیا دا ویلي چې حالاتو ته په کتلو سره به دوی د خپلو سرتیرو د ایستلو په هکله فیصله کوي

ناټو هیوادونه چې دا مهال له امریکایي پوځیانو علاوه ۸۷۰۰ سرتیري په افغانستان کې لري داسې مهال دا پریکړه کړې چې امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ تیره ورځ د خپل هیواد کانګرس ته په خپله کلنۍ وینا کې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو خبره تکرار کړه

ناټو پخوا هم ویلي وو چې دوی له امریکا سره یو ځای افغانستان ته راغلي وو او یو ځای به له افغانستان څخه وځي

ناټو داسې مهال دغه اعلان کړی چې بل لور ته په قطر کې د امریکایانو او طالب چارواکو ترمنځ خبرې په وروستي پړاو کې دي او که د سولې په اړه سند لاسلیک نشي ښایي طالبان د پسرلي په رارسیدو سره خپلې حملې د پخوا په پر تله څو برابره ګړندۍ کړي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *