خوست کې یو امریکایي قراردادي تښتول شوی ده – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

خوست کې یو امریکایي قراردادي تښتول شوی ده

تازه راپورونه وایي چې د افغانستان په ختیځ خوست ولایت کې یو امریکایي قراردادي ورک شوی ده

د امریکا تلویزوني شبکې CNN د یو امریکایي چارواکي له قوله خبر ورکړی چې ددوی یو تن قراردادي په خوست ولایت کې تښتول شوی او دوی یې د خلاصون او ځای معلومولو په هڅه کې دي

تر اوسه د تښتول شوي امریکایي هویت نه ده په ډاګه شوی او نه هم تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د تښتول شوي امریکایی مسؤلیت منلی خو تر دې وړاندې څو ځله وسلوالو طالبانو امریکایي اتباع تښتولي چې وروسته یې له خپلو مهمو بندیانو سره د تبادلې په صورت کې ازاد کړی دي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *