ټرمپ کانګرس ته خپله کلنۍ وینا وکړه – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

ټرمپ کانګرس ته خپله کلنۍ وینا وکړه

د امریکا ولسمشر کانګرس ته دریمه کلنۍ وینا وکړه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کانګرس ته په خپله وینا کې ټینګار وکړو چې د افغانستان اوږده جګړه به ختموي او خپل سرتیري به امریکاته راستنوي

ټرمپ وویل چې په افغانستان کې حالات ښه شوي او دی به دغه جګړه نوره پای ته رسوي

نوموړي زیاته کړه چې امریکایي پوځ وغواړي له هر چا جګړه ګټلی شي خو په افغانستان کې ځکه نوره جګړه نه اوږدوي چې دده په وینا نه غواړي داسې جګړه وکړي چې اکثریت بیګناه وګړي پکې وژل کیږي

ټرمپ د بغدادي او سلیماني وژلو ته په اشاره سره وویل چې ترهګر په هیڅ ځای کې له امریکا څخه پټیدای او خلاصیدلای نشي

ټرمپ دا هم وویل چې د امریکا پوځونه نور د پردیو هیوادونو امنیت نشي ساتلای او ضرور به خپل هیواد ته راستنیږي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *