زلمی خلیلزاد اسلام اباد ته رسیدلی ده – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

زلمی خلیلزاد اسلام اباد ته رسیدلی ده

وروسته تر هغې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په بروکسل کې د ناټو هیوادونو له مشرانو سره وکتل او د افغان سولې په اړه یې د ورستیو پرمختګونو په هکله معلومات ورکړل د پاکستان رسنیو تازه خبر ورکړی چې خلیلزاد اسلام اباد ته رسیدلی ده

پاکستاني رسنیو د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په حواله خبر ورکړی چې زلمی خلیلزاد د افغان سولې د خبرو اترو او سلا مشورو لپاره اسلام اباد ته راغلی ده

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې خلیلزاد له شامحمود قریشي او د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر باجوه سره لیدلي دي

خلیلزاد داسې مهال پاکستان ته تللی چې تر دې وړاندې یې په قطر کې له طالبانو سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې اترې کړې دي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *