د غریبانو لاسنیوی؛ لنډه، جالبه؛ البته ډېره دردونکې قېصه – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اسلام

د غریبانو لاسنیوی؛ لنډه، جالبه؛ البته ډېره دردونکې قېصه

ليکوال: علامه امام ذهبي
ژباړه: عبدالصمد شاکر

امام ذهبي ـ رحمه الله – پخپل کتاب “کتاب الکبایر” کې یوه جالبه قېصه را نقل کړې ده، چې دلته یې موږ کټه مټه را ژباړو. هغه ليکي؛

بوډۍ وه، میړه یې وفات شو، کور یې نه درلود، له خپلو دوه لورګانو سره د کرایې په کور کې استوګن شوه، موده وروسته سخته نيستي پرې راغله، څښتن ترې د کور د کرایې غوښتنه وکړه؛ نو دا چې له هغې سره کرایه نه وهنو؛ نو څښتن له خپل کور څخه وشړل.

که څه هم په لار کې له دوښمنانو وېره او د ژمي سختې یخني وه؛ خو مجبوریت دغه بوډۍ له خپلو لورګانو سره بل ښار ته روانه کړه. ښار ته په رسیدو بوډۍ خپلې لورانې یوه ګوښه جومات کې کېنولې او خپله په یوه ټوک ډوډۍ په پیدا کولو پسې ووتله.

لار کې له یوه داسې مسلمان سړي سره، چې د پاخه عمر څښتن، عزتمند او د دغه ښار مشر وو مخ شوه، هغه ته یې خپل ټول حالت بيان کړ او ورته یې وویل، چې اوس د دې لپاره راغلې یم چې دومره زړی ډوډۍ پیدا کړم تر څو جومات کې شپه پرې تېره کړو، سړي ورته وویل، دا خو سمه ده؛ البته د دغې خبرې د ریښتونوالۍ لپاره کوم دلیل خامخا ماته راوړه، بوډۍ ورته وویل، ګوره زه یوه بوډۍ ښځه یم او دلته هم هيڅوك نه پيژنم له دې خبرې تېر شه! سړي پخپله خبره ټینګار وکړ؛ نو بوډۍ په مات زړه ترې روانه شوه.

بوډۍ چې لږه مخکې لاړه؛ نو له یوه بل سپينږيري سره مخ شوه، هغه ته یې خپل ټول حال بیان کړ او د مخیکني بوډا خبره یې هم ورته وکړه، بوډا لاړ او له دغه بوډۍ سره یې نورې ښځې واستولې، بوډۍ او دوه لورګانې یې کورته بوتللې، هلته یې خورا ښه خوراک او ښه قيمتي کالي ورکړل او ښه په عزت کې یې شپه هم ورکړه.

کله چې شپه نيمايي ته رسیږي؛ نو هغه مسلمان، چې د بوډۍ یې زړه یې مات کړي وو خوب ویني، خوب کې ګوري، چې د قیامت ورځ ده، حساب شروع دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم بیرغ په لاس ولاړ دی او څنګ ته یې یو ښکلی د شنو زمرودو جوړ قصر چې ديوالونو کې یاقوت او لعلونه کارول شوي او په منځ کې یې د لالونو او مرجانو ګنبده ده، دغه مسلمان له رسول عليه السلام نه پوښتنه کوي، چې ای د الله رسوله! ـ صلی الله علیه وسلم ـ دا قصر چاته جوړ شوی دی؟ هغه ـ صلی الله علیه وسلم ـ ورته ځواب ورکوي، چې دا قصر د مسلمان لپاره جوړ شوی دی، سړی ورته وایي، ای د الله ـ جل جلاله ـ رسوله! خو زه هم مسلمان یم! رسول الله ورته ځواب ورکوي، چې د خپلې خبرې د ریښتونوالۍ لپاره کوم دلیل خامخا ماته راوړه، تاته په یاد دي کنه، چې یوې مسکینې بوډۍ تاته سوال وکړ او تا ورته وویل، چې د خپلې خبرې د ريښتونوالۍ لپاره کوم دلیل خامخا راوړه.

سړی له سخت خفګانه را ویښ شو او د بوډۍ په لټون پسې یې ټول ښار ګز کړ، تر دې چې هغه یې د یو نصراني سړي په کور کې پیدا کړه.
نصراني ته یې وویل، هغه بوډۍ او دوه لورګانې چې بیګا تا کره راغلي دي هغوی پسې راغلی یم، چې له ځان سره یې بوځم.
نصراني وویل، هیڅ کله به هم دا کار ونشي، څه برکتونه چې دوی نن راوړي پخوا مې کله هم نه دي ليدلي.
ښار مشر ورته وویل، زر ديناره واخله او دوی ماته وسپاره.
نصراني وویل، دا کار کله هم نه کوم.
مشر ورته وویل، دا کار به خامخا او حتما کوي.
نصراني وویل، هغه څه چې ته یې تلوسه لري د هغه زه حقدار یم او هغه قصر چې تا په خوب کې لیدلی دی هغه زما لپاره جوړ شوی دی. قسم په الله! بیګا شپه موږ تر هغې پورې ټوله کورنۍ ویده نشو تر څو مو چې د دغه بوډۍ په لاس ایمان راوړ او مسلمانان شوو، څه چې تا په خوب کې ليدلي هماغه ما هم په خوب کې ليدلي دي او رسول الله ـ صلی الله علیه ـ راته وویل، چې هغه بوډۍ او لورګانې یې تا کره دي؟ ما ورته وویل، چې هو! او بیا راته وویل، چې دا قصر ستا او ستا د کورنۍ شو واخله.

له هغې وروسته هغه مسلمان، سپينږيری، چې د ښار مشر وو بیرته وګرځید او دومره خفګان ډوب کړ چې یو الله جل جلاله ته معلوميږي.

یادونه: کوښښ وکوئ، چې د یتیمانو، بیچاراګانو، مسکینانو او غریبانو لاسنیوی وکړئ؛ ځکه یو خوا سخت ساړه او بلخوا غریبي، نيستي او بې کسي؛ نو لطفا له خپل نږدې خواوشا وګورئ او حتما څه نا څه لاسنیوی یې وکړئ.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *