مجاهد د ولسمشر غني په غبرګون کې: د اشرف غني پرونۍ خبرې په ناخبرۍ بنا وې – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

مجاهد د ولسمشر غني په غبرګون کې: د اشرف غني پرونۍ خبرې په ناخبرۍ بنا وې

د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر د ولسمشر غني وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او نوموړی یې ناخبره بللی دی.

ولسمشر غني تیره ورځ ویلي وو چې د طالبانو مشران په قطر کې په کاروبارو بوخت دي او هر یوه څلور، پنځه ښځې کړي دي.

نوموړي همدا راز زیاته کړې وه: ‘”که طالبان د جګړې ختمېدو ته چمتو وي، نو افغان ټولنه يې منلو ته چمتو ده، خو که يې موخه د سولې په نامه د نظام ړنګول وي، نو بیا به یې حکومت او خلک پر وړاندې ودرېږي.“

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د ولسمشر غني د خبرو ځواب په یو لنډ ټویټري پیغام کې کړی دی.

نوموړي ویلي: ”‏‎د سویس په داووس ښار کې د اشرف اغني پرونۍ خبرې په بې مسئولیتۍ او ناخبرۍ بنا وې.
غني د اسلامي امارت دسیاسي دفتر په مسئولینو له حقیقته لرې اتهامونه وارد کړل.
د اسلامي امارت سیاسي اونظامي مبارزه به ترهغو جاري وي چې اشغال پای ته ورسیږي او اسلامي حاکمیت ټينګ کړل شي.ان شاءالله“

د یادونې وړ ده چې د طالب مشرانو په اړه د ولسمشر غني وینا چې ګواکې هر یوه څلور او پنځه ښځې کړې، په ټولنیزو رسنیو کې رشخند شوې او نوموړی یې د تیر په څېر له دین نه په ناخبرۍ تور کړی دی

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *