په بغلان کې ۲۴ تنه عسکر او پولیس له طالبانو سره یو ځای شوي دي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

په بغلان کې ۲۴ تنه عسکر او پولیس له طالبانو سره یو ځای شوي دي

د بغلان ولایت مرکز پلخمري په مربوطاتو کې د کابل رژیم ۲۴ تنه عسکر پولیس او اربکیان وسلوالو طالبانو ته تسلیم شوی دي.

د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټیوټر لیکلي چې یاد کسان د دعوت او ارشاد د کمیسون په هڅو د حقایقو په درکولو د کابل ادارې له لیکو را جلا شوي او له مجاهدینو سره یو ځاي شوی دي.

مجاهد زیاتوي چې راغلو کسانو ته د طالبانو له لورې تود هرکلی شوی او خپل عادي ژوند یې شروع کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې د کابل ادارې ګڼ شمیر امنیتي کسان خپلې دندې پرېږدي او له وسلوالو طالبانو سره یو ځای کیږي.

د نظامي چارو د شنونکو په اند د کابل اداري سیاسي او نظامي حالت ته په کتو چې خپلو امنیتي کسانو ته په وخت د تنخوا د نه ورکولو په سبب به له امنیتي لیکو د فرار کچه نوره هم ډیره شي.

تر اوسه په دې اړوند د بغلان ولایتي چارواکو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *