ميرويس جلالزى؛ پر قیصاري برید یوه سازمان شوي پیچلي دسیسه وه – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

ميرويس جلالزى؛ پر قیصاري برید یوه سازمان شوي پیچلي دسیسه وه

د افغانستان په شمال بلخ ولایت کې په زورواکي نظام الدین قیصاري وروستی برید یوه پیچلي کورجوړي استخباراتي دسیسه وه .

په برید کې چې د هغه په کور وشو نوموړي ته زیان و نه رسید لیکن یو شمیر پلویان یي مړه او ژوبل د دولت پلوه ځواکونو لاس ته ولویدل.

که څه هم برید کې له ځانګړو ځواکونو او هوايي ملاتړ څخه کار واخیستل شو خو پلویان یي چې په کور کې پټ ول وتوانیدل چې د ساعتونو لپاره له افغان ځواکونو سره وجنګیږي.

له برید وروسته ولسمشر په یادو عملیاتو بي خبري وښودله او یوې ډلي ته یي دنده وسپارله تر څو د پیښې د څرنګوالي او زیانونو جاج واخلي.

اوس روښانه شوي چې د دغه زور واکي جنګ سالار پر وړاندي برید د دولت له مینځه د یو شمیر کسانو له لوري پلان شوی وو او یو شمیر نور عالي رتبه چارواکي یي د تر سره کیدو مخالفه ول.

د ولسي جرګې یو اته کسیزه پلاوی چې د دغې پیښې د جرمي څنډو د معلومولو لپاره ګمارل شوی وو، وايي چې د لیندۍ ( قوس) په میاشت کې یاد برید نه د دفاع وزیر اسدالله خالد او نه هم د کورنیو چارو د وزیر مسعود اندرابي له لوري تاید شوی وو.

همدا راز د څیړندویه ډلي په راپور کې راغلي چې برید د څارنوالۍ او محکمې د اجازې پرته د قیصاري د نیولو لپاره تر سره شوی وو.

یادې ډلي ویلي چې د دغه زور واکي جنګ سالار د ځپلو عملیات د کورنیو چارو وزارت د پخواني معین خوشهال سادات، د بلخ د پولیسو مشر او همدا راز د ۲۰۹ شاهین قل اردو د پخواني قوماندان جنرال احمدزي له لوري پلان شوي ول.

د قیصاري کور د قوس میاشتې د ۲۳مې نیټې په شپه د پولیسو له لوري کلابند شو او سهار یي د پولیسومشر وویل چې عملیات د عدلي او قضایي ادارو په اجازه تر سره کیږي.

پولیسو وویل چې قیصاری په غلاوو، باج ګیریو، سړي تښتونه، شکنجو او قانون ماتوني تورن دی او باید ونیول شي.

نوموړی یو وار تر دې دمخه هم  د شاین قل اردو یو شمیر قوماندانانو ته د ګواښ په سبب نیول شوی وو چې بیا وروسته د جهادي قوماندانانو او سیاست والو په ضمانت له کابله آزاد کړای شو.

د قیصاري پر کور د برید پر عملیاتو کې که څه هم نوموړی و نه نیول شو خو اوه ساتونکي یي مړه او ۱۱ نور ټپیان شوي ول.

د قیصاري پر کور د برید د اته وکیلیزه ډلي یوه غړي مهدي راسخ ویلي د دوي د څیړنو راپور بشپړ شوی او خپراوی ته چمتو دی.

نوموړي ویلي چې دوي د بلخ ولایت له بیلا بیلو امنیتي ادارو سره خبري کړي او د سرټمبه قیصاري پر وړاندي يي دری لوی تورونه موندلي دي.

لومړی هغه یي دا دی چې په بلخ ولایت کې یې د موټرو یو تمځای په جبر نیولي او خپلو کسانو ته یې پکې د فعالیت واک ورکړی، دوهم یي دا چې نووړي یوه لویه استوګنیزه ودانۍ چې د فرهاد عظیمي او یعقوب نومي کس تر منځ پرې لانجه وه په جبر نیولي ده.

دریم تور هم دا ښودل شوی چې قیصاری ۲۵ وسله وال کسان لري چې له خلکو شکوني کوي خو قیصاري دا دری سره تورونه رد کړي دي.

ویل شوي کله چې پولیس د قیصاري د کور نیولو ته ورغلل نو د بلخ امنیه قوماندان اجمل فایز د برید د اجازې د تر لاسه کولو لپاره د کورنیو چارو وزارت او دفاع له وزارت سره اړیکه و نیوله خو نه دفاع وزیر او نه هم د کورنیو چارو وزیر د برید مشوروه ورکړه.

په څیړنو کې موندل شوي چې بلاخره خوشهال سادات او د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان جنرال ولي محمد احمدزی پولیسو ته اجازه ورکړه تر څو د قیصاري پر کور و ننوزي.

ویل کیږي چې د قیصاري د کسانو د مقاومت د دوام سره سم جنرال احمدزي هوايي ځواکونو ته دستور ورکړ چې د پولیسو د ۳۳۳ او ۸۸۸ قطعي د ځواکونو د ملاتړ لپاره سیمې ته ور ودانګي او د قیصاري ودانۍ له پاسه په توغندیو وولي.

څیړندویه پلاوي ویلي چې د برید اجازه ورکونکي باید ټول عدلي او قضایي ادارو ته وړاندي کړای شي.

د یادولو ده چې خوشهال سادات، جنرال احمدزی او د بلخ امنیه قوماندان د یاغي قیصاري د ټکولو له عملیاتو وروسته یو په بل پسي له دندي ګوښه کړای شول لیکن تر اوسه نه ده معلومه چې ایا په ریښتیا هم د هغوي د ګوښه کولو اصلي لامل همدا کیسه وه که څنګه.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *