طالبانو او امریکایانو د توافقنامې د لاسلیک په اړه خبرې کړي دي. – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

طالبانو او امریکایانو د توافقنامې د لاسلیک په اړه خبرې کړي دي.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، چې د د دوی او امریکایي لوري ترمنځ د سولې د توافقنامې د لاسلیک په اړه خبرې رواني دي.

نوموړي په خپل ټویټر لیکلي‏: ”د اسلامي امارت د سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر د مشر محترم ملا برادر آخند تر مشرۍ لاندې د اسلامي امارت مذاکراتي ټيم د ‌‌‌‌‌‌ډاکتر خلیلزاد په مشرۍ د امریکا د مذاکراتي ټيم سره غونډه کړې، د توافقنامې دلاسلیک او اړوند مراسمو په هکله یې خبرې کړې دي.“

ښاغلي شاهین د تیرو ورځو له غونډو او ناستو څخه خوښ ښکاري او زیاته کړې یې ده

”‏همداشان، پرون او نن مازدیګر هم ددواړو مذاکراتي ټيمونو ترمینځ ګټورې خبرې وشوې. دخبرو دا بهیر به څو ورځې دوام وکړي.“

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د امریکایي قواوو قومندان سکاټ میلر هم د قطر پلازمېنې دوحې ته رسیدلی دی.

بلخوا ځینو غربي رسنیو راپورونه خپاره کړي، چې طالبانو د اوو او یا لس ورځو اوربند ته چمتوالی ښودلی دی.

خو طالبانو د اور بند خبره ردوي او وايي، چې د تشدد د کمیدو لپاره د خپل مشرتابه امر ته انتظار باسي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *