لوګر څرخ کې بیګا د ګډوځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه شوې ده – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

لوګر څرخ کې بیګا د ګډوځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه شوې ده

د لوګر څخه تازه راپورونه وایي چې ګډوځواکونو بیګا شپه ددغه ولایت په څرخ ولسوالي کې شپیني عملیات کړي چې د طالب ځواکونو له لوري ورسره جګړه شوې ده

د سیمې اوسیدونکي وایي چې لومړی ګډو ځواکونو په کلي بمبار وکړو او وروسته یې د چاپې عسکر په سیمه کې ښکته کړل

د سیمې د اوسیدونکو په وینا لومړی طالبانو په افغان او بهرنیو ځواکونو څو چاودنې تر سره کړې چې وروسته ددواړو لوریو ترمنځ جګړه ونښته

د جګړې په ترڅ کې ګډو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې او یو شمیر اسلحې یو دوربین او ځینې نور مهمات یې طالبانو ته لاس ته ورغلي دي

په جګړه کې دوه تنه هم وژل شوي دي

تر اوسه طالبانو او افغان دولت د ځانګړو ځواکونو د یادو عملیاتو په تړاو څه نه دي ویلي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *