افغان دولت د قیصاري څخه بښنه غواړي او د کور د ترمیم وعده یې ورسره کړې ده – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

افغان دولت د قیصاري څخه بښنه غواړي او د کور د ترمیم وعده یې ورسره کړې ده

وروسته تر هغې چې څو اونۍ وړاندې افغان دولت د نظام الدین قیصاري په کور د هغه د نیولو په موخه عملیات پیل کړل او د دواړو لوریو ترمنځ تر اته څلویښت ساعتونو پورې نښته وشوه افغان دولت له قیصاري څخه د ده پر کور د علمیاتو کولو بښنه غوښتې ده

د قیصاري پر کور د عملیاتو پر وخت د افغان ځانګړو ځواکونو او د قیصاري د پلویانو څخه نیږدې شل تنه ووژل شول او د نوموړي پر کور هوایي برید هم ترسره شو

هغه مهال له اته څلویښت ساعته جګړې وروسته قیصاري په مرموزه توګه له کوره وایستل شو او افغان ځواکونو د نوموړي کور تصفیه کړو

ویل کیږي چې قیصاري دا مهال په بلخ کې د جرمني په سفارت کې اوسیږي او له هغه ځایه د جرمنیانو په ملاتړ له افغان دولت سره په خبرو بوخت ده

تازه راپورونه وایي چې افغان دولت له نوموړي بښنه غوښتې او یو ټیم یې بلخ ولایت ته د قیصاري د کور د ترمیم د ارزونې په موخه لیږلی تر څو د قیصاري کور ورته له سره ترمیم کړي

ځینو شنونکو هغه مهال هم د قیصاري پر کور عملیات غیر قانوني او د ولسمشر د شخصي موخو په خاطر بلل چې د عطانور سره یې د تازه جوړې شوې ملګرتیا په اساس یاد عملیات ترسره کړل

د ولسي جرګې یو شمیر وکیلانو هغه وخت هم په یادو عملیاتو نیوکې کړې وې او اوس هم د ولسمشر له لوري د ۲۰ تنو کمانډویانو تر وژلو وروسته په عملیاتو بښنه غوښتل او د قیصاري د کور دوباره ترمیمول د ولسمشر شخصي او عقدیي اهداف بولي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *