ناټو د قندهار په ماین چاودنه کې د دوه امریکایانو وژل تائید کړل – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

ناټو د قندهار په ماین چاودنه کې د دوه امریکایانو وژل تائید کړل

وروسته تر هغې چې نن وسلوالو طالبانو د کندهار ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې په امریکایي ځواکونو د ماین چاودنې خبر ورکړو ناټو هم د یادې پیښې پخلی وکړو

په کابل کې د ناټو ځواکونو له قومنداني څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې نن یې د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د ګزمې پرمهال یو ټانګ د طالبانو په بم ختلی او له منځه تللی ده

ناټو ویلي چې په دغه ماین چاودنه کې یې دوه تنه امریکایي سرتیري وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان دي

دا په ۲۰۲۰ کال کې لومړۍ پیښه ده چې بهرني ځواکونه یې تلفات مني

تر دامهاله ناټو د خپل عادت له مخې د وژل شویو امریکایانو په اړه نور معلومات نه دي خپاره کړي

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي نن رسنیو ته په لیږل شوي خبر کې ویلي وو چې د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې یې د امریکایانو غټ زغره وال ټانک د ماین په یوه زوروره چاودنه کې له منځه وړی او پکې سپاره ټول امریکایي سرتیري یې وژلي دي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *