افغان دولت دې زر تر زره امریکایان له خپل هیواد څخه وشړي: ایران – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

افغان دولت دې زر تر زره امریکایان له خپل هیواد څخه وشړي: ایران

د ایران د هوایي ځواک مشر او غمومي قومندان امیر علي حاجي زاده ویلي چې اففان دولت دې زر تر زره امریکایي ځواکونه وشړي

امیر علي افغان دولت ته ګواښ کړی چې باید ددغه هیواد پارلمان هم د عراق په شان زر تر زره د امریکایي ځواکونو د وتلو پریکړه وکړي

نوموړي ګواښ کړی که افغان دولت دا کار ونکړي نو په زور به یې ور باندې وکړي

د ایران د هوایي ځواک مشر ویلي چې افغانستان او عربي هیوادونه باید زر تر زره امریکایي ځواکونه له خپلو هیوادونو وشړي
کنه دوی به له امریکا سره د جګړې پر وخت په دغو هیوادونو کې امریکایي اډې په نښه او له منځه به یې یوسي

د امیر علي په وینا اوس په سیمه کې نوی قدرت رامنځ ته شوی او امریکا باید نور په افغانستان او عربي هیوادونو کې خپل حضور پای ته ورسوي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *