طالبانو ملا قیوم ذاکر د ختیځو ولایانو د نظامي کمیسیون د رئیس په توګه ټاکلی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

طالبانو ملا قیوم ذاکر د ختیځو ولایانو د نظامي کمیسیون د رئیس په توګه ټاکلی

وسلوالو طالبانو د ختیځو ولایاتو د نظامي چارو کمیسیون د ریاست لپاره ملا عبدالقیوم ذاکر د رئیس په توګه او حاجي یوسف وفاء یې د معاون په حیث ټاکلی دی.

حاجي یوسف تر اوسه د همدې حوزې د نطامي کمیسیون د رئیس په توګه دنده ترسره کوله او تر دې وړاندې د غزني لپاره د طالبانو نومول شوی والي وو.

وسلوالو طالبانو ته نږدو سرچینو افغان وطن ته ویلي چې د قیوم ذاکر ګمارنه د ملا هبة الله اخوندزاده په ځانګړي امر سره شوې ده.

د قیوم ذاکر ګمارنه دا په ډاګه کوي چې د وسلوالو طالبانو ترمنځ چې د اختلافاتو کوم راپورونه ورکړل شوي وو، هغه هم د سولې د هڅو د سبوتاژ یوه هڅه وه.

څه وخت مخکې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د یوې وینا پر مهال ادعا وکړه چې طالبان یوه ډله نه دي او د ذاکر نوم یې یاد کړ چې ګواکې له طالبانو څخه جدا او بیل نظر لري.

وسلوالو طالبانو تر اوسه د دې تغیراتو په اړه له رسنیو سره رسماً څه نه دي شریک کړي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *