طالبان: د هلمند موټر بم برید کې ۵۲ تنه اردو او سنګوړیان وژل شوي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

طالبان: د هلمند موټر بم برید کې ۵۲ تنه اردو او سنګوړیان وژل شوي

نن غرمه د هلمند ولایت نادعلي ولسوالۍ کې د ملي اردو او سنکوړي اربکیانو په ګډ مرکز د مازدا موټر په واسطه موټربم برید وشو

د هلمند دولتي چارواکو او د نادعلي ولسوال د پیښې د تائید ترڅنګ ویلي چې په دغه مرکز کې ۱۰ تنه سرتیري اوسیدل چې ۸ تنه یې وژل شوي او ۲ ټپیان دي
د هلمند د والي ویاند عمرځواک بیا د مرګ ژوبلې د ارقامو په اړه ناخبري ښودلې ده

وسلوالو طالبانو د برید مسؤلیت منلی او زیاته کړې یې ده چې د نادعلي ولسوالۍ د ژړ پله په سیمه کې یې د ملي اردو او سنګوړیانو په ګډ مرکز موټربم تکتیکي چاودنه تر سره کړې ده

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لیږل شوي خبر کې ویلي چې د یو تکتیک له مخې یې مازدا موټر د مرکز انکړ ته د ننه کړی او چاودنه یې ورکړې ده چې یاد مرکز یې په بشپړه توګه له منځه وړی ده

احمدي زیاته کړې چې په یاد مرکز کې ۴۰ تنه ملي اردو او ۱۲ تنه سنکوړیان اوسیدل چې ټول په برید کې له منځه تللي او وژل شوي دي

احمدي زیاته کړې چې د برید له امله مرکز په بشپړه توګه ویجاړ شوی او پنځه عرادې ټانګونه هم پکې ویجاړ شوي دي

افغان دولت د طالبانو د دې ادعا په غبرګون کې څه نه دي ویلي

دا برید داسې مهال ترسره شوی چې په قطر کې طالبان او امریکایي چارواکي د سولې په وروستي پړاو خبرې کوي چې له امله به یې له امریکایانو سره اوربند شروع کیږي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *