قطر: د طالب او امریکایي استازو ترمنځ بیا رسمي مذاکرات پیل شول – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

قطر: د طالب او امریکایي استازو ترمنځ بیا رسمي مذاکرات پیل شول

د طالبانو او امریکایانو ترمنځ دریدلي مذاکرات نن یو ځل بیا رسماً پیل شول.

په قطر کې ځینو سرچینو .”افغان وطن“ ته ومنله چې نن سهار طالب او امریکایي استازي یو ځل بیا د میز مخ ته سره کیناستل او خبرې شروع شوې.

په ننیو مذاکراتو کې د طالبانو د مشر سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند هم ګډون درلود او د امریکایي ټیم مشري زلمي خلیلزاد کوله چې د سکاټ میلر په ګډون ګڼ شمېر نور لوړپوړي چارواکي هم ورسره وو.

د طالبانو ویاند سهیل شاهین پژواک خبري اژانس ته ویلي چې په دې خبرو کې نوی راخلاص شوی طالب زنداني انس حقاني هم ګډون لري.

د امریکا او طالبانو ترمنځ دا مذاکرات وروسته له هغه یو ځل بیا پیلیږي چې څه وخت مخکې ډونالډ ټرمپ د یوه ټویټ له لیارې تقریباً پای ته رسیدلي مذاکرات لغوه اعلان کړل.

د یادونې وړ ده چې د نویو مذاکراتو پیل به له هغه ځایه کیږي، په کوم ځای چې خبرې دریدلې وې.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *