سعودي سرتیري د فلوریډا ایالت پوځي اډه کې ۳ تنه په ډزو وژلي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

سعودي سرتیري د فلوریډا ایالت پوځي اډه کې ۳ تنه په ډزو وژلي

د سعودي عرب څخه د زدکړو لپاره امریکا ته تللي د سعودي د هوایي ځواک یو تن سرتیري ” محمدسعید الشمراني “ د امریکا د فلوریډا ایالت په یوه پوځي اډه ”پنساکولا“ کې د زدکړې پر مهال په خپلو همصنفیانو ډزې کړي ۳ تنه یې وژلي او ۸ نور یې ټپیان کړي دي

بریدګر سرتیری هم وروسته په ځوابي ډزو کې وژل شوی ده

د سعودي پاچا ملک سلمان دغه برید یو کرکجن عمل بللی او غندلی یې ده

د سعودي رسنیو هم د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت سره په همغږي دغه برید کرکجن عمل بللی او ویلي یې دي چې دا بریدګر د سعودي د حکومت او سعودیانو استازیتوب نه کوي

ټرمپ په دغه پیښه ژوره خواشیني ښودلې ده او ویلي یې دي چې د پیښې مکمل جزئیات ده ته رسیدلي دي

ډونالډ ټرمپ ویلي چې دی وژل شویو کسانو ته دوعا کوي

دا په دا نیږدې ورځو کې په دغه پوځي اډه کې دوهم برید ده چې ترسره کیږي او مرګ ژوبله اړوي

د تیرې چهار شنبې په ورځ هم د امریکا د سمندري ځواکونو یو افسر په دغه ایالت کې د یوې پوځي اډې دننه په ډزو دوه تنه وژلي وو

په دغه اډه کې ۱۶۰۰۰ پوځي سرتیري او ۷۴۰۰ ملکي کارکونکي اوسیږي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *