څرنګه اشرف غني بې اهمیته او فالتو سو – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

څرنګه اشرف غني بې اهمیته او فالتو سو

مشهور او ځوان خبریال، ښاغلی عمران فیروز، د ډسمبر پر ۵ لیکي افغانستان ته د جمهورریس ټرمپ ناببره سفر د جمهورریس اشرف غني بې اهمیتي او فالتو توب یو ځل بیا رابرسېره کړه.

لیکوال کاږي ټرمپ د شپې په تیارو کي پټ په بګرام کي راکوز سو، او اشرف غني بالاخره پدې قادر سو چي د ټرمپ حضور ته حاضر سي. له هغه وخت راهیسي چي ټرمپ په سپیني ماڼۍ کي مستقر سویدی، د غني سره یې هیڅ د لیدو شوق ندی ښودلی. خیر په هر صورت، هر کار باید یو وخت آغاز سي.‌ خو پدې برخه کي ټاېمینګ د غني په ګټه نه وو.

ځکه د افغانستان جمهورریس په خپل وطن کي د ټرمپ د پیاده عسکرو سره د هغه تر شا ولاړ وو. البته اشرف غني یوه لنډه وینا هم وکړه.‌ خو نطق يې نه یوازي څرګنده چاپلوسي وه، بلکي متحده ایالاتو ته کامله تسلیمي او کرنش هم وو. حال دا چي د ټرمپ له حرکاتو څخه ښکارېدله چي د غني د وینا د اورېدو لپاره هیڅ وخت او علاقه نه لري، او تر ختمېدو راوروسته یې د خپلو عسکرو په کتار کي ودروی.

پدې حیرانونکي ملاقات کي، سلسله مراتب څرګند ول. ټرمپ ارګ ته ور نه غلی، بلکي غني امریکايي اډې ته ور وستل سو. د ۲۰۰۱ راهیسي، د بګرام اډه د امریکايي اشغالګرو په ولکه ده، او امریکایانو هلته زیات افغان بندیان شکنجه، قتل، او ناوړه سلوک ور سره کړیدی.

تر ټولو بده دا چي غني یکړ او تنها وو. نه وزیر، نه افغان مشاورین، او نه هم افغان تشریفاتي عسکر ورسره ول.

د افغان تاریخ به هیڅکله دا صحنه هېره نه کړي.

لیکوال لیکي حامد کرزی، چي د امریکا د اشغال سره سم قدرت ته ورسېدی، د امریکایانو د ملنډو او ریشخند په روش پوهېدی. کله چي جمهورریس اوباما په ۲۰۱۴ کي بګرام ته ورغلی، حامد کرزی بګرام ته د ملاقات لپاره ور نه غلی.

لیکوال کاږي البته یو څوک دا استدلال کولای سي چي په ۲۰۱۴ کي اشرف غني انتخاب نه سو، بلکي د جان کیري لخوا انتصاب سو. که څه هم د وروستي انتخاباتو نتایج لا غیب او ورک دي،‌ خو یوه خبره څرګنده ده. او هغه داچي د طالبانو سره د سولي په مذاکراتو کي اشرف غني د واشنګټن او طالبانو لپاره بې اهمیته او فالتو سویدی. بګرام ته د ټرمپ سفر دا واقعیت نور هم رابرسېره کړ.

لیکوال په آخر کي لیکي د اشرف غني حکومت په بین المللي سطح کي د افغان حکومت نماینده ګي کوي. دغه راز د کابل حکومت کم تر کمه د افغان ولس د یوه کوچیني فاسد او ممتاز قشر استازیتوب هم کوي.

د کابل اوسني فاسد حاکم نخبه ګان دوه پاسپورټه مداریان او دغلبازان دي. د هغوی کورنۍ په خارج کي ژوند کوي، او کله چي د هغوی چاغ او غوښین قراردادونه ختم سي، هغوی به هم کابل ترک کړي. دا حاکم فاسد قشر کاملا د افغانانو د ژوند سره نااشنا دي. او خپله اشرف غني نه یوازي د افغانانو په مینځ کي بې اهمیته او فالتو دی، بلکي اوس هغه څوک هم د فالتو په سترګه ورته ګوري چي په ارګ کي يې کښېنولی دی.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *