سکاټ میلر جنرال دوستم ته دوه مډالونه ورکړی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

سکاټ میلر جنرال دوستم ته دوه مډالونه ورکړی

د ناټو ځواکونو عمومي قومندان سکاټ میلر او د افغانستان دفاع وزیر اسدالله خالد یوځای شبرغان ولایت ته د دوستم د لیدلو لپاره ورغلي دي

د ولسمشر د لومړي مرسیال جنرال دوستم د دفتر مشر عنایت فرهمند رسنیو ته ویلي چې میلر او اسدالله خالد نن د ولسمشر له لومړي مرستیال جنرال دوستم سره وکتل او د افغانستان د وروستیو تحولاتو په اړه یې یو بل سره خبرې اترې وکړې

فرهمند ویلي چې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان سکاټ میلر جنرال دوستم ته دوه مډالونه هم ور وټومبل

د فرهمند په وینا سکاټ میلر دوستم ته یو مډال د طالبانو د تحریک د سقوط پر مهال د دوستم له امریکا او ناټو سره د طالبانو د رژیم په سقوط کې د مرستې او ښې کارکردګي په خاطر د ناټو له طرفه ورکړو او دوهم مډال یې د دوستم له افغان ځواکونو څخه د ملاتړ او خدمتونو له امله د افغان ځواکونو له لوري ورکړو

سکاټ میلر په داسې مهال دوستم ته د افغان ځواکونو مډال ورکړی چې د ولسمشر غني د دورې له اولو کلونو شروع او تر اوسه پورې نوموړی د لومړي مرستیال په توګه په ارګ کې نه ده اوسیدلی

نوموړي د احمد ایشچي سره د جنسي تعرض وروسته د تداوي په بهانه ترکیه ته وتښتیدو او هلته یې پناه واخیستله خو وروسته بیرته هیواد ته راستون شو

جنرال دوستم د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ملا تړی ده او د تیرو څو ورځو راهیسې یې په شمالي ولایتونو کې د ثبات او همپالنې د ټیم په ملاتړ مظاهرې پیل کړي دي

جنرال دوستم ښه سابقه نلري او وخت یې ټول د خپل سرو ګلمجم ملیشو مشري کې تیر کړی چې د زرګونو افغانانو په قتل او په سرونو د میخ وهلو جرمونو کې ککړ ده

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *