ننګرهار کې د بمونو مور بم په سیمه کې زهرجن اثرات پرې ايښي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

ننګرهار کې د بمونو مور بم په سیمه کې زهرجن اثرات پرې ايښي

وروسته تر هغې چې د امریکا متحده ایالاتو د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د بمونو مور په نوم تر ټولو غټ زهریله بم د داعش د له منځه وړلو او شمالي کوریا ته د خپل زور ښودلو لپاره استعمال کړو دوه کاله وروسته یې هم په سیمه کې بدې اغیزې پاتې دي

د سیمې اوسیدونکي وایي چې د یاد زهریله بم له امله یې په سیمه کې زړه بوږنونکي بد اثرات لاهم موجود دي

د سیمې د اوسیدونکو په وینا د بمونو مور بم له امله اوس په سیمه کې ناقص الخلقت ماشومان زیږیږي ونې یې وچې او ځمکې یې فصلونه نه زرغونوي

په سیمه کې ډاکټرانو هم ویلي چې دوی ته ۸ داسې ماشومان وروړل شوی چې صورتونه یې بدل او ناقص دي

کله چې په ۲۰۱۷م کال امریکا یاد بم په اچین ولسوالۍ کې استعمال کړو افغان دولت یې سره له دې چې ددې زهریله بمونو په نقصاناتو خبر وو خورا زیات هرکلی وکړو او ددې زهریله بم استعمال یې د اچین په ولسوالۍ کې د امریکا غوره اقدام وباله خو دوه کاله وروسته هم د ننګرهار خلک د یاد بم له بدو تأثیراتو سره لاس او ګریوان دي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *