غزل: هسې نه چیرته په ممبر د جانان نوم واخلمه: بسمل – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

نوميالي

غزل: هسې نه چیرته په ممبر د جانان نوم واخلمه: بسمل

خدایه د ستا دومره مخلوق کې یو جانان څه شی ده ؟
دستا ودومره لوی قدرت ته یو ارمان څه شی ده

خو دا کار نکوې مین ته جانان نه ورکوې
د غم ځپلي زړه په لاس کې ارمان نه ورکوې

له دوزخونو دې ډاریږم شکایت نکوم
د ستا لپاره نور د ښکلو محبت نکوم

خو چیر ته لاړشمه دا څیرې ګریوان چیرته یوسم
اور مې اخیستی دی ایرې د خپل ځان چیرته یوسم

د پیغمبر دا سپین سنت مې نور له سره لویږي
مولا دې خیر کړي رسوایي ته مې خبره لویږي

دیته مجبور یم چې اخر د جانان نوم واخلمه
هسې نه چیرته په ممبر د جانان نوم واخلمه

عاشقي څه ده ای باداره د غمونو نوم دی
د څو نیمګړیو او نیم سویو ارمانونو نوم دی

د نور له زوره مې دا ټول د زړګي طور خراب دی
فکر مې ورک ده په لمانځه کې مې حضور خراب دی

ټول له یوه سره کافر دي او هجران کافر دی
خمارې سترګې یې کافرې دي جانان کافر دی

بسمله خدایګو نه تقوا او نه شیخي پاتې ده
مسلماني نیمایي لاړه نیمایي پاتې ده

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *