دهلمند د سرحدي لوا قومندان د ماین په چاودنه کې وژل شوی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

دهلمند د سرحدي لوا قومندان د ماین په چاودنه کې وژل شوی

دهلمند ولایت څخه راپورونه وایي چې ددغه ولایت د سرحدي لوا قومندان برید جنرال ظاهر ګل مقبل د سرک د غاړي ماین چاودنه کې وژل شوی ده

د هلمند امنیتي چارواکي وایی چې له نوموړي سره په موټر کې د شمشاد تلویزیون خبریال هم ناست وو له درې نورو سرتیرو سره سخت ټپي شوی ده

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک رسنیو ته ویلي چې د سرحدي لوا قومندان مارجې ولسوالۍ ته د عملیاتو لپاره پرلاره وو چې د جرنامو په سیمه کې یې د سپارلي موټر په ماین وخوت او نوموړی لومړی ټپي او وروسته یې ساه ورکړه

د فاع وزات د مارجي ولسوالۍ د ورستیو عملیاتو په اړه نن اعلان وکړو چې د یادې ولسوالۍ ټولې سیمې یې له وسلوالو طالبانو نیولي دي

خو د طالبانو ویاند ویلي چې افغان دولت له دولس ورځو عملیاتو وروسته ددوی د سختو بریدونو له امله شاتګ کړی ده او د مارجې ولسوالۍ له مرکز علاوه ټولې سیمې ددوی تر کنترول لاندې دي او افغان دولت هیڅ کومه سیمه نه ده نیولې

دنننۍ چاودنې مسؤلیت چې د هلمند د سرحدي لوا قومندان پکې وژل شوی هم وسلوالو طالبانو منلی ده

د سرحدي لوا قومندان جنرال ظاهر ګل مقبل په هلمند کې د دولت له پیاوړ قومندانانو شمیرل کیده

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *