خوست: ببرک تهاڼه سیمه کې د ملکیانو په موټر ډرون برید ۶ تنه وژلي دي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

خوست: ببرک تهاڼه سیمه کې د ملکیانو په موټر ډرون برید ۶ تنه وژلي دي

له خوست ولایت څخه راپورونه وایي چې ددې ولایت د علیشیرو ولسوالۍ په ببرک تهاڼه سیمه کې تیره شپه په یوه سراچه موټر د امریکا بې پیلوټه الوتکې برید کړی او شپږ تنه ملکیان یې پکې وژلي دي

له سیمې څخه راپورونه وایي چې برید پر هغه موټر ترسره شوی چې د خوست له ملکي روغتون څخه یې مریضان واپس کلي ته لیږدول

د سیمې اوسیدونکي وایي چې یوه زنانه د ولادت له بیماري وروسته له هسپتال څخه کور ته وړل کیدله چې لاره کې یې موټر په توغندیو وویشتل شو

په موټر کې سپاره شپږ تنه چې دوه زنانه دوه ماشومان او یو د ماشومانو پلار او یو تن کلیوال وو ټول وژل شوي
په وژل شویو کې هغه ماشوم هم شامل ده چې څو ساعته مخکې زیږیدلی وو او په دغه برید کې له پلار او مور سره یو ځای ووژل شو

د خوست ولایت مقام او ولایتي شورا د پیښې پخلی کړی خو نور جزئیات یې نه دي ورکړي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *