ولسمشر غني: مونږ د ګولډن ستارز فیملي قربانیو ته احترام کوو – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

ولسمشر غني: مونږ د ګولډن ستارز فیملي قربانیو ته احترام کوو

تیره شپه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ناڅاپي او خورا محتاطانه توګه د دونیم ساعته لپاره د افغانستان پروان ولایت باګرام اډې ته راغلو هلته یې له خپلو امریکایي سرتیرو سره ولیدل

ډونالډ ټرمپ د امریکایي سرتیرو د لیدو ترڅنګ ولسمشر غني هم د شپې ناوخته باګرام ته وغوښت

ډونالډ ټرمپ افغانستان ته داسې مهال سفر وکړو چې په دغه ورځ په امریکا کې د ګولډن سټارز فیملي د شکرانې ورځ لمانځل کیږي

ګولډن سټارز فیملي په امریکا کې اصلا د هغو سرتیرو کورنیو لپاره استعمالیږي کوم چې په لومړي او دوهم نړیوالو جنګونو کې وژل شوي خو اوس دا جمله د ټولو هغو سرتیرو کورنیو لپاره استعمالیږي کوم چې له امریکا بهر په نورو هیوادونو کې د امریکا د امنیت لپاره قرباني ورکوي او وژل کیږي ، او دا ورځ هرکال په امریکا کې لمانځل کیږي

ټرمپ د همدې ورځې د لمانځلو په ورځ افغانستان ته راغلو او له خپلو سرتیرو سره یې د ګولډن ستارز فیملي د شکرانې د لمانځنې مراسمو کې ګډون وکړو

افغان ولسمشر هم دغو مراسمو کې ګډون وکړو

ولسمشر غني د امریکا د کولډن سټارز فیملي د شکرانې په مراسمو کې وویل چې مونږ افغانان د ګولډن سټارز فیمليز قربانیو ته احترام لرو او مننه یې کوو
ولسمشر غني له ټولو هغو امریکایي سرتیرو او د هغوی له کورنیو سره چې په افغانستان کې وژل شوي یا ټپیان شوي غم شریکي وکړه او د قربانیو ستاینه یې وکړه

ولسمشر غني ډونالډ ټرمپ ته په اشارې سره زیاته کړه چې د ښاغلي ډونالډ ټرمپ له ولسمشر کیدو را وروسته د افغان سرتیرو د قرباني له برکته د ګولډن سټارز فیمليز د وژل شویو سرتیرو شمیر صرف څه باندې پنځوس تنو ته رسیږي او د ټپیانو شمیر یې هم د پخوا په پرتله ډیر راټیټ شوی ده چې دا شمیرې د بارک اباما په وخت کې زرګونو ته رسیدلې

ولسمشر غني د شکرانې په لمانځ غونډه کې د افغان سرتیرو قرباني ته هم اشاره وکړه چې د امریکایي ځواکونو د تلفاتو راټیټولو په خاطر یې زیاته قرباني ورکړې ده او ۵۲۰۰۰ افغان سرتیري وژل شوي دي او تردې زیات ټپیان شوي دي

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني د افغان ولس تلفات له پامه وغورزول او د لسګونو زره هغو ولسي افغانانو مرګ ژوبله یې هیڅ یاده هم نکړه کوم چې د افغان او بهرنیو ځواکونو په بمباریو چاپو او بریدونو کې وژل شوي دي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *