د ډاکټر عبدالله ګوند کابل کې لاریونونه پیل کړل – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

د ډاکټر عبدالله ګوند کابل کې لاریونونه پیل کړل

د څو ورځو ګواښونو وروسته بیګا ناوخته د ثبات او همپالنې ډلې د ولسمشریزو ټاکنو د درغلیو پر خلاف د لاریونونو د پیل خبر ورکړ

دغې ډلې خبر ورکړی چې نن د جمعې په ورځ به کابل ښارکې سولییز لارینونه پیل کړي او له افغان سرتیرو یې غوښتي چې ددوی د لاریون پرخلاف کوم حرکت ونکړي کنه پرخلاف به یې وسلوال عکس العمل ترسره کړي

بیګا ناوخته د کابل ګارنیزیون قومنداني هم د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره له لاریون کونکو وغوښتل چې په لاریون کې د وسلو له انتقال او د ښار د امنیت د ګډوډي څخه ځانونه وساتي او خپل لاریونونه حضوري چمن په سیمه کې ترسره کړي

خو د ثبات او همپالنې ټیم ویلي چې دوی به په پښتونستان واټ کې خپل لاریون کوي

د جمعیت د ګوند مشر او پخواني خارجه وزیر صلاح الدین رباني هم په دې اړه له خپلو ملګرو سره مشورې کړي

نوموړی پرون ویلي وو چې د جمعیت ګوند له دوو مشرانو امان الله ګذر او جان احمد حقجو سره یې په لیدنه کې پریکړه کړې چې که پولیس د کوم ټیم په ملاتړ لایون کونکو ته مزاحمت جوړ کړو نو پرخلاف به یې وسلوال عکس العمل پیل کړي

په دغه لاریون کې ګډونکوني د اشرف غني له ټیم علاوه ټول کاندیدان برخه لري او یواځې د اشرف غني ټیم یې مخالفت کوي

لایونکونکي د ټاکنو له خپلواک کمیسیون غواړي چې هغه درې سوه زره رایې باطلې اعلان کړي کومې چې بیغیر له بایمیټریک تر سره شوي خو غني ددوی ددې غوښتنو مخالف ده

بل لور ته د بلخ پخواني والي عطانور هم په دې اړه څرګندونې کړي او ویلي یې دي چې باید د خپلو موخو لپاره د ملکیانو لارو کوڅو ته له راویستلو ډډه وشي

کریم بریاب

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *