ټرمپ په باګرام کې له خپلو پوځیانو سره وکتل – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

ټرمپ په باګرام کې له خپلو پوځیانو سره وکتل

بیګا د شپې ناوخته د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ افغانستان ته راغلی او د امریکایانو په ترټولو لویه اډه باګرام کې یې له خپلو پوځیانو سره وکتل

ټرمپ د شکرانې د مذهبې ورځې د لمانځنې په ورځ افغانستان ته راغلی ده

له نوموړي سره په سفر کې دده د ملي امنیت سلاکار رابرت اوبراین،او د استخباراتو او نورو ادارو یو شمیر سلاکاران هم موجود وو

نوموړي خپلو پوځیانو ته په وینا کې وویل چې امریکا له طالبانو سره بیا خبرې شروع کړي دي
ټرمپ زیاته کړه چې دوی به په افغانستان کې د پام وړ دخپلو پوځیانو شمیر راکم کړي
د ډونالډ ټرمپ سره د لیدنې لپاره افغان ولسمشر غني باکرام ته ور غوښتل شوی وو او هلته یې له ټرمپ سره د لیدنې ترڅنګ یوه لنډه وینا هم وکړه

ولسمشر غني په خپله وینا کې د امریکایي ځواکونو له قربانیو مننه وکړه

ولسمشرۍ ماڼۍ هم په دې اړه یوه لنډه بیانیه کې ویلي چې جمهور ریس اشرف غني باګرام ته د ټرمپ د لیدلو لپاره ورغلی او ورسره لیدلي يې دي

دا د ډونالډ ټرمپ لومړنی سفر ده چې افغانستان ته یې په نااعلان شوې توګه د افغانستان پروان ولایت ته ترسره کړو

تر دې وړاندې هم امریکایي ولسمشر بارک اباما باګرام ته راغلی وو او پخوانی ولسمشر حامدکرزی یې باکرام ته غوښتی وو خو کرزي باکرام ته له ورتللو ډډه کړې وه او دا یې له دیپلوماتیکو اصولو سره خلاف کار بللی وو

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *