ملابرادر اخند له یوه پلاوي سره ایران ته تللی: سهیل شاهین – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

ملابرادر اخند له یوه پلاوي سره ایران ته تللی: سهیل شاهین

د طالبانو د قطر د دفتر ویاند سهیل شاهین تازه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې داســلامــي امــارت مرستیال او د قطر د سیاسي دفتر مشر ملا برادر اخند له یو لوړ رتبه پلاوي سره ایران ته سفر کړی ده

شاهین زیاته کړې چې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر او ورسره پلاوي په تهران کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره وکتل او د افغانستان د مسئلې په سولییز حل او د سولې د پروسې په هکله یې خبرې ورسره وکړې

شاهین زیاته کړې چې له ایراني چارواکو سره یې په دوه اړخیزو روابطو او په دغه هیواد کې د افغان مهاجرینو په شته ستونزو هم تفصیلي خبرې وکړې

د سهیل شاهین په خبره ایراني چارواکو د افغان ولس سره د ښو اړیکو ساتلو او د افغان مهاجرینو د ستونزو د حل کولو وعده وکړه

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *