ډونالډټرمپ یو بل جنګي مجرم عسکر ته هم عفوه وکړه – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

ډونالډټرمپ یو بل جنګي مجرم عسکر ته هم عفوه وکړه

امریکایي رسنیو خبر ورکړی چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا د سمندري پوځ یو بل عسکر ته چې په جنګي جرمونو تورن وو او محاکمه یې چالان وه بښنه کړې ده

د ټرمپ ددې پریکړې له امله په امریکا کې غبرګونونه راپاریدلي دي

د امریکا د سمندري ځواکونو قومندان د ټرمپ له دغې پریګړې سره مخالفت کړی او د یاد جنګي مجرم سرتیري په محاکمه کیدو یې ټینګار کړی خو ټرمپ یې په عکس العمل کې نوموړی قومندان له دندې ګوښه کړی ده

ډونالډټرمپ د امریکا دفاع وزارت ته سپارښتنه کړې چې یاد قومندان د ده د پریکړې پرخلاف ددریدو له امله له دندې وشړي

د امریکا دفاع وزیر مایک پمپیو هم نوموړی له دندې برطرف کړی ده

په دې کار سره په امریکا کې د ټرمپ پرخلاف غبرګونونه راپاریدلي دي او د جنګي مجرمینو عفوه کول یې د ټرمپ غیر قانوني کار بللی ده

څه موده مخکې هم ډونالډټرمپ په افغانستان کې د بیګناه ملکیانو په قتل تورنو دوه تنو امریکایي سرتیرو ته چې محاکمه یې چالان وه بښنه کړې وه

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *