يوناما وایي د کابل په نننۍ چاودنه کې ددوی دوه تنه بهرني اتباع وژل شوي دي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

يوناما وایي د کابل په نننۍ چاودنه کې ددوی دوه تنه بهرني اتباع وژل شوي دي

کابل کې د یوناما د دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د کابل ښار په نننۍ چاودنه کې چې ددوی په یوموټر باندې د لاسي بمونو د غورزولو له امله رامنځ ته شوې د یادې ادارې دوه تنه بهرني اتباع پکې وژل شوي دي

نن ماښام د کابل ښار په نهمه امنیتي حوزه کې د یوناما د دفتر په یو موټر باندې نامعلومو کسانو لاسي بمونه وغورزول چې له امله یې دوه تنه بهرنیان وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان دي

تراوسه د یاد برید مسؤلیت کومې وسلوالې ډلې نه ده منلی خو په دې ورستیو کې د یوناما او د ثبات او همګرایي ټیم تر منځ اړیکې ډیرې خړې پړې شوي دي

د ثبات او همګرایي ټیم یوه مهم غړي محمدمحقق په کابل کې د یوناما مشر تادامیچي یاماموتو بې غیرته او رشوت خور بللی وو او تر محقق وړاندې د یوناما لخوا د ډاکټر عبدالله ټیم ته په وفادار کمیشنر مولانا عبدالله باندې د انتخاباتو په کمیسیون کې د بدمعاشۍ تور پورې شوی وو.

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *