د ښځو د حقونو تر نامه لاندې څه روان دي؟ – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

د ښځو د حقونو تر نامه لاندې څه روان دي؟

عزت الله شمسزی

یو حکومتي‌ ګروپ ته چا دعوت کړی ومه چې ورځمه صیبه مهربانه د ملا لنډي یو دوه مشاورینې په کې مستې مستې غورځي. درز غوبل دی، بحثونه دي چې افغانستان د ښځو لپاره مناسبه ټولنه نه ده، ښځې په کې انجوای نه شي کولی. انډیواله یو شمېر شوقي نارینه چارواکي او ژورنالیستان هم ورته غومبر وهي.‌
له یو ملګري مې پوښتنه وکړه چې وه وروره دا څه مشکل دی چې د ارګ، امنیت شورا او اداره امور دا مشاورینې دومره په غوسه دي، وایي صیبه دوی فیمینسټانې دي، دوی ددې لپاره له بهره راغوښتل شوي چې دښځو انفرادي ازادیو ته وده ورکړي، خو افغاني ټولنه یې مخالفت کوي. دوی غواړي که ښځه یوه نارینه سره ګرځي او که لس نارینه و سره د چا باید ورسره کار نه وي، که د میاشتې یو مېړه بدلوي او که په کال کې د خپلې خوښې خاونده دې وي، مګر افغانان یې ورسره نه مني. یو نیم کس په کې صیبه خدای و رسول ته هم کنځا کوي چې ولې یې افغانه ټولنه مسلمانه پیدا کړې ده. وایي هر څنګه چې کېږي هماغسې غربي‌ ټولنه باید افغانستان کې هم انسټال شي.
نو ما ویل تاسو ولې څه نه وایئ.
– موږ څه نه شو ویلای ډارېږو ددوی پلرونه مشهور کسان دي، په اړیکو مقرر شوي، بهرنۍ ژبې یې زده دي او موږ تنخواه ته غله مامورین یو. دوی د ولسمشر مشاورینو او لوړپوړو چارواکو سره شخصي انډیوالۍ او محفلونه لري، موږ په سلو خواریو مقرر شوي یو.‌ ولا که سوڼ کولی شو بی ابه کېږو، نه غواړو خپله روزي په لغته ووهو.

د خپل وطن په حال ژړا راغله، پر خپل ولس مې زړه ټوټې ټوټې شو، پر خپلو دیني او افغاني ارزښتونو مې افسوس وکړ. له ځان سره مې وویل افغانستانه ښه به جوړ شې.

ستا په کلیو کې لا هم خلک دخپلو اولادونو لپاره یوه ګوله ډوډۍ نه شي برابرولی، خو د ارګ او امنیت شورا له بهره راغلې کارمندانې او خورلڼې یې وایي موږ ته ډیسکوټیک نه شته. زموږ پر کور لمبې بلې دي دوی وایي مستي وي، مست موزیک وي سندرې وي او تر نیمې شپې نڅاوې وي. افغان نارینه د مړو له ښخولو نه وزګارېږي، دوی وایي مړي دې پر میدان پرېږدي د خپلو ښځو سلیقې او لباس دې ماډرن کړي.

اخر په ارګ او نورو مهمو ادارو کې ناست مشران به کله دا درک کړي چې دا ټولنه لا زخمي زخمي ده، دا وطن لا ټول په وینو سور دی. ددې وطن له ارزښتونو سره داسې بدې لوبې ولې کېږي. دوی به کله ددې وطن ارزښتونه وپېژني.‌ کله به یې لومړیتوبونو ته پام شي. کله به په دې پوی شي چې پرمختګ په دې کې نه دی چې له بهره بې تجربې نجونې او هلکان راوله او دیوه بحراني وطن مدیریت ور وسپاره.

افسوس د هغو ځوانانو پر کونډو او یتیمانو، افسوس د وطن پر هغو رښتنیو بچیانو چې څومره صادقانه په خپله خاوره او ارزښتونو قربانېږي.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *