حسن روحاني په افغانستان کې د امریکا په حضور سختې نیوکې کړي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

حسن روحاني په افغانستان کې د امریکا په حضور سختې نیوکې کړي

د ایران ولسمشر حسن روحاني په افغانستان کې د امریکا په حضور نیوکې کړي او دا یې د سیمې د ناامنۍ لامل بللی دی.

د روحاني په وینا چې امریکا په افغانستان کې د خپلو ګټو د تأمین په خاطر میشت ده.

نوموړي دغه خبرې د پاکستاني پوځ مشر قمر جاوید باجوه سره د لیدنې پر مهال کړي دي.

روحاني د افغانستان د مسئلې حل یواځې خبرې او مذاکرات بللي دي.

دی وایي، چې افغانان خپله د دې صلاحیت لري چې د ځان لپاره حکومت جوړ کړي نو په ټکو یې، امریکا دې له مداخلې څخه ډډه وکړي.

ایرانی ولسمشر دا خبرې په داسې وخت کې کوي چې له امریکا سره یې اړیکي د ترینګلتیا وروستي حد ته رسیدلي دي.

ایران د امریکا تر سختو بندیزونو لاندې دی.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *