امریکایي رسنۍ: طالبانو امریکایي استاذان خوشې کړل – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

امریکایي رسنۍ: طالبانو امریکایي استاذان خوشې کړل

امریکایي مشهورې رسنۍ نیویارک ټایمز خبر ورکړی چې طالبانو هغه دوه تنه امریکایي استاذان ازاد کړل کوم چې په ۲۰۱۶ م کال کې له کابل ښار څخه طالبانو تښتولي وو

د طالبانو له لوري دغه دوه بندیان داسې مهال ازاد شول چې د طالبانو درې تنه بندیان انس حقاني، مالي خان ځدران ،او حافظ رشید بیګا شپه لس بجې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ته سپارل شوي دي

طالبانو یاد امریکایي بندیان د زابل ولایت کې امریکایي لوري ته سپارلي دي

وسلوالو طالبانو تر دا مهاله رسما څه نه دي ویلي

افغان ولسمشر په دې اړه تازه څرګندونو کې ویلي وو چې د انس حقاني د خلاصیدو په اړه د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب سره په دې غور کوي. خو طالب بندیان لا بیګا شپه قطر ته رسیدلي وو

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *