افغان ولسمشر اشرف غني د یو پلاوي په مشرۍ نن سهار ننګرهار ولایت ته تللی ده – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

افغان ولسمشر اشرف غني د یو پلاوي په مشرۍ نن سهار ننګرهار ولایت ته تللی ده

افغان ولسمشر د داعش د ماتې لمانځلو لپاره ننکرهار ته تللي

له ولسمشر سره په دغه سفر کې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی او د یادې جرګې رئیس فضل هادي مسلم یار، او د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په ګډون یو شمیر لوړ پوړي چارواکي ملګري دي

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي ویلي چې تمه ده ولسمشر به په دغه ولایت کې د یو شمیر حکومتي جنرالانو او د ولسي پاڅونوالو له مشرانو سره وګوري او د داعش پروړاندې د عملیاتو ستاینه به یې وکړي

همداراز ټاکل شوې چې ولسمشر به د ننګرهار له یو شمیر قومي مشرانو سره هم وګوري

افغان ولسمشر په داسې مهال ننګرهار ته د داعش د ماتولو د ستاینې لپاره تللی چې بل لور ته وسله وال طالبان وایي چې داعش ته دوی ماتې ورکړې ده

وسلوالو طالبانو په یوه خپره کړې بیانیه کې ویلي چې د ننکرهار ولسونه ددې شاهد دي چې داعش ته چا ماته ورکړه،افغان دولت که طالبانو؟

د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي چې د داعش په ماتولو کې افغان دولت هیڅ رول نه ده ادا کړی او لایې د داعش ملاتړ کاوو چې د تیر په څیر یې د محاصره داعش جنګیالیو لوړپوړي بهرني چارواکي د طیارو او پټو ترپالي موټرو په واسطه د طالبانو له منګولو وژغورل او د طالبانو له محاصرې یې خلاص کړل

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *