طالبانو په ننګرهار کې د داعشي ملیشو د سترې ماتې خبر ورکړ – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

طالبانو په ننګرهار کې د داعشي ملیشو د سترې ماتې خبر ورکړ

د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ننګرهار کې د داعشي ملیشو له سترې ماتې خبر ورکړی دی.

مجاهد د یوې تفصیلي اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دوی جنګیالیو د داعشي اورپکو په خلاف د ۲۰۱۹م میلادي کال د نهمې میاشتې په ۲۰مه نیټه په ننګرهار کې پراخ عملیات پیل کړل چې په ټکو یې دې فتنه ګرې ډلې ته یې سخت ګوزار ورکړ او ننګرهاری ولس یې له شر څخه خلاص شو.

په اعلامیه کې ادعا کیږي چې په یادو عملیاتو کې ۱۹۳ تنه داعشیان وژل شوي، ۱۳۰ تنه ټپیان دي او همدا رنګه پکې ویل شوي چې ۸۵۹ تنه نور له افغان حکومت سره یوځای شوي دي.

طالبانو داعش د دې زمانې یوه فتنه ګره ډله او د پخوانیو خوارجو په شان بللې چې له خپله ځانه پرته په ټول امت د تکفیر حکم کوي.

د مجاهد له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي: ” د داعشي فتنې په ضد د اسلامي امارت د مجاهدینو عملیات په داسې حال کې ترسره شول چې امریکايي اشغالګرو او د کابل ادارې استخباراتي اونظامي ارګانونو په کلکه له داعش څخه ننګه کوله، د هغو په ګټه يې د اسلامي امارت په مجاهدینو بمونه اورول، د داعش ملیشوته يې وسلې او مهمات رسول او د سختې او محاصرې په وخت کې يې خپلې الوتکې او هلیکوپترې د هغو د نجات لپاره سیموته استولې.“

د رسنیو او عیني شاهدانو له قوله چې کله هم وسلوالو طالبانو په داعش عملیات شروع کړي، حکومتي ځواکونو یې ملاتړ کړی او په پای کې یې د هلیکوپترو په مټ نامالوم ځای ته انتقال کړي دي.

دغه پیښه څو ځل تکرار شوې چې د رسنیو لخوا یې ویډیوګانې او د عیني شاهدانو د سترګو لیدلی حال هم خپور شوی دی.

د یادونې وړ ده چې داعشي ملیشي د ننګرهار په اوو ولسوالیو ( شیرزاد، خوګیاڼي، پچیګرآم، هسکه مېنه، کوټ، سپین غر او اچین) کې فعالیت درلود چې طالبان یې اوس د ختمیدو اعلان کوي.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *