ټرمپ د ملکي افغانانو په قتل مجرم دوه پوځیانو ته بښنه وکړه – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

ټرمپ د ملکي افغانانو په قتل مجرم دوه پوځیانو ته بښنه وکړه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغو دوو امریکایي پوځیانو ته چې د ملکي افغانانو په بې ګناه قتل تورن وو له محکمې وړاندې بښنه کړې ده

امریکایي پوځي کلینټ لورنس او میتو ګولسن په افغانستان کې د پوځې دندې پرمهال د بې ګناه افغانانو په قتل تورن وو او په امریکا کې یې محاکمه روانه وه چې د محکمې له پریکړې وړاندې ټرمپ وبښل

امریکایي پوځي کلیت لورنس باندې تور لږیدلی وو چې خپلو کسانو ته یې د درې تنو بی ګناه ملکي موټر سایکل سپرو افغانانو د وژلو امر کړی وو

او په میتو ګولسن باندې دا تور وو چې یو تن بې ګناه افغان یې په دې تور وژلی وو چې ماین خښونکی ده

تر دا مهاله افغان دولت د بې ګناه افغانانو د وژنکو امریکایي پوځیانو په اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم د ټرمپ د ملکي افغانانو د قاتلینو د بښې په پریکړه کوم غبرګون ښودلی ده

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *