کابل کې د بهرنیانو په قطار موټربم چاودنه شوې – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

کابل کې د بهرنیانو په قطار موټربم چاودنه شوې

راپورونه وایي چې نن سهار ۷ نیمې بجې د کابل ښار پنځلسمې امنیتي حوزې د قصبه سیمه کې د بهرنیانو د موټرو په قطار چادونه شوې ده

ځینو سرچینو چادونه یو سرتیری موټر بم برید یاد کړی خو تر اوسه دقیقه معلومه نه ده چې چاودنه سرتیری برید وو که ماین چاودنه وه

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي رسنیو ته ویلي چې په یاده چاودنه کې ۷ تنه وژل شوي او همدومره ټپیان دي
رحیمي په چاودنه کې د بهرنیو ځواکونو یادونه نه ده کړې خو کابل نیوز د عیني شاهدانو له قوله خبر ورکړی چې چاودنه د بهرنیو ځواکونو د موټرو په قطار تر سره شوې ده

تر اوسه بهرنیو ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي او نه هم تر دا مهاله کومې وسلوالې ډلې د پیښې مسؤلیت منلی

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ هم د لوګر ولایت مرکز اړوند د شینک په نوم مرکز سره د بهرنیانو په قطار موټر بم برید تر سره شوی وو

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *