لوګر کې بهرنیو ځواکونو په افغان سرتیرو بمبار کړی ده – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

لوګر کې بهرنیو ځواکونو په افغان سرتیرو بمبار کړی ده

د لوګر ولایت څخه راپورونه وایي چې بیګا شپه د لوګر ولایت د مرکز اړوند د خدر بازار سیمه کې وسلوالو طالبانو د افغان ځواکونو په امنیتي پوستو برید کړی

وروسته افغان ځواکونو هوایي مرسته غوښتې ده
خو کله چې د بهرنیو ځواکونو طیارې راغلي هغو په امنیتي سرتیرو بمبار کړی ده

ځایي سرچینې وایي چې په دغه بمبار کې څلور افغان سرتیري وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان دي

د لوګر د امنیه قومنداني ویاند شاپور احمدزي د پېښې د پخلي ترڅنګ ویلي چې په دغه بمبار کې دې تنه افغان سرتیري وژل شوي او څلور نور ټپیان دي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *