خوست : د طالبانو په برید کې یو څارنوال او ۸ پولیس وژل شوي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

خوست : د طالبانو په برید کې یو څارنوال او ۸ پولیس وژل شوي

د خوست ولایت څخه راپورونه وایي چې په دغه ولایت کې په یوه بمي چاودنه او وسلوال برید کې د یو څارنوال او اته پولیس وژل شوي دي

د خوست امنیه قومندان مل پاسوال سیداحمد رسنیو ته ویلي چې یاده پیښه تیره شپه یولس بجې د علیشیرو ولسوالۍ په تریزیو سیمه کې رامینځ ته شوې ده

بل لور ته د خوست د والي ویاند طالب منګل بیا ویلي چې دغه پیښه د تریزیو د بلاووټ غونډۍ سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوې چې کله دغه پولیس په یوه پوسته د وسلوالو د برید مرستې ته ور روان وو

نوموړي ویلي چې ماین چاودنه په یو هاموي ټانګ شوې ده

وسلوالو طالبانو د پیښې مسؤلیت منلی او ویلي یې دي چې بیګا شپه یې د علیشیرو ولسوالۍ په تریزیو سیمه کې په برید کې یو تن لوړ رتبه افسر ګلاب امیري، مرستیال قومندان حضرت الله، د تروریزم مدیر عادل شاه، او یو څارنوال په شمول اته تنه پولیس وژلي او ۹ تنه نور یې ټپیان کړي دي یو ټانګ او یو رینجر یې له منځه وړي دي

د سیمې اوسیدونکي بیا وایي چې وسلوالو په ټانګ له چاودنې وروسته په رینجرو وسلوال برید وکړو

بل لور ته د خوست د عامې روغتیا ریاست ویلي چې د پیښې له ځایه شپږ جسدونه او درې ټپیان د ولایت ملکي رغتون ته وروړل شوي او یو تن په خصوصي روغتون کې بستر ده چې ټول یې پولیس دي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *