د انس حقاني د خلاصون په اړه ضد او نقیض راپورونه ورکول کیږي: حقیقت څه دی؟ – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

د انس حقاني د خلاصون په اړه ضد او نقیض راپورونه ورکول کیږي: حقیقت څه دی؟

مازدیګر ناوخته کابل نیوز خبر ورکړ چې نن ماښام به حافظ انس حقاني، د هغه ماما حاجي مالي خان ځدران، د قطر د دفتر د غړي مولوي محمدنبي عمري ورور حافظ عبدالرشید عمري په کابل کې د امریکایي پوهنتون له بهرنیو استاذانو سره په تبادله کې ازاد شي

خو شمشاد تلویزیون بیا د ارګ په حواله وویل، چې انس حقاني تر اوسه په زندان کې دی او د هغه د ازادیدو خبرې هسې افواهات دي

ارګ وایي، د نوموړي خلاصون د افغان دولت په لاس کې دی

بل لور ته د افغان وطن همکار ته یوې نږدې سرچینې ویلي، چې د انس حقاني د راخلاصیدو خبره یقیني ده، خو دا یې ونه ویل چې ایا رښتیا به هم تبادله نن شپه تر سره شي که څنګه

تر دې وړاندې داسې راپورونه ورکول شوي وو چې د خلیلزاد وروستي سفرونه او د طالبانو سره ملاقات د امریکایي پوهنتون د استاذانو د ازادولو په پار تر سره شوي وو

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *