امریکا د عراق او افغانستان له جګړو هیڅ هم نه دي تر لاسه کړي: ایکانومیسټ – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

امریکا د عراق او افغانستان له جګړو هیڅ هم نه دي تر لاسه کړي: ایکانومیسټ

د لندن څخه خپریدونکې مشهورې مجلې ایکانومیست د امریکا هغو جګړو ته کتنه کړې کومې یې چې د تیرو اتلسو کالونو راهیسې په عراق او افغانستان کې پیل کړي دي

ایکانومیسټ مجلې لیکلي چې امریکا د تیرو اتلسو کلونو په جګړو کې له افغانستان او عراق څخه هیڅ ګټه ترلاسه نکړه

یادې مجلې د امریکا د متقاعدو پوځي جنرالانو له خولې لیکلي چې په تیرو اتلسو کلونو کې د امریکایي پوځ ۷ لکه پوځیانو یو په بل پسې په دغو جګړو کې برخه اخیستې ده چې ۳۵ سلنه یې وژل شوي او یا ټپیان دي باقي په لسګونو زره یې په رواني ناروغیو اخته شوي چې له امله یې د پوځ په لیکو کې د ځان وژنې پیښې خورا ډیرې شوي دي او ددې تر څنګ امریکا په دغو جګړو ۹۰۰ میلیارده ډالر مصرف کړي دي

مجلې زیاته کړې چې امریکا اوس دغه جګړې د په قرضه په مخه وړي چې دغه قرضې به بیا د امریکا راتلونکي نسلونه ادا کوي

د مجلې په وینا چې زیاتره امریکایان اوس هم په دې فکر کې دي چې دا ملا ماتونکې جګړې د څه لپاره پیل شوي او کله به ختمیږي

دا په داسې حال کې ده چې امریکا نوره په افغان جګړه کې هم د سرتیرو د وژنو او زیاتو بې فایدې مصارفو تر پوزې رسولې ده او غواړي چې نور خپل ځواکونه د سولې له لارې خپل هیواد ته ستانه کړي
کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *