۱۵۰ امریکایي بحري ځواکونه له افغانستان څخه امریکا ته ستانه شول – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

۱۵۰ امریکایي بحري ځواکونه له افغانستان څخه امریکا ته ستانه شول

د امریکا یوې مشهورې ورځپاڼې این بي سي کنټیکټ خبر ورکړی چې د امریکا ۱۵۰ تنه سمندري ځواکونه له افغانستان څخه بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دی

یادې رسنۍ د امریکایي پوځیانو له قوله دا خبر ورکړی ده او ویلي یې دي چې دغه ډله پوځیان په افغانستان کې د خپل ۷ میاشتني خدمت ترسره کولو وروسته خپل هیواد ته ګرزیدلي دي

ورځپاڼې دا نه دي ویلي چې ددې پوځیانو پرځای به نور سرتیري افغانستان ته راځي او که څنګه

خو څه وخت مخکې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان سکاټ میلر خبر ورکړی وو چې د تیر یوه کال په موده کې ۲۰۰۰ امریکایي سرتیري امریکا ته واپس شوی او پر ځای یې نور سرتیري نه دي رالیږل شوي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *