عبدالله: که د ټاکنو کمیسیون د رایو شمیرنې بهیر ونه دروي سوله ییزې هڅې به پیل کړي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

عبدالله: که د ټاکنو کمیسیون د رایو شمیرنې بهیر ونه دروي سوله ییزې هڅې به پیل کړي

د افغانستان د ملي وحدت اجرائیه رئیس او د ثبات او همپالنې ډلې مشر عبدالله عبدالله ویلي چې که د ټاکنو کمیسیون د ۸۵۰۰ محلونو د رایو د بیا شمیرنې بهیر ونه دروي نو پروړاندې به یې سولییز اقدام وکړي

عبدالله چې نن یې یوې غونډې ته وینا کوله وویل چې دوی نه غواړي بحران رامنځ ته کړی خو د خلکو له رایو به کلکه دفاع وکړي

نوموړي وویل چې د ولس رایې به تر ولسمشرۍ ماڼۍ پورې رسوي او هیچا ته به هم د درغلیو اجازه ورنکړي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون تیره ورځ د ۸۵۰۰ رایو مرکزونو د رایو بیا شمیرنه پیل کړې ده او ویلي یې دي چې که د عبدالله د ټیم څارونکي له دوی سره ونه دریږي نو هم به خپلو رایو شمیرلو ته دوام ورکړي

د ثبات او همپالنې ډله وایي چې ترڅو د ټاکنو کمیسیون ۱۲۳۰۰۰ هغه رایې چې باطلې اعلان شوي له نورو رایو جلا نکړي د رایو بیا شمیرنه به ونه مني

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *