د سي ای اې له لوري جوړ شوي وحشي افغان ځواکونه دې منحل شي: د بشري حقونو د څار اداره – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

د سي ای اې له لوري جوړ شوي وحشي افغان ځواکونه دې منحل شي: د بشري حقونو د څار اداره

د بشرپالنې نړیوالې ادارې په افغان دولت غږ کړی، چې هغه حکومت پلوه وسلوال ځواکونه دې منحل کړي کوم چې د امریکا د استخباراتي ادارې ”سي ای اې“ له لوري جوړ شوي او د عملیاتو قومانده یې د سي ای اې پر غاړه وي

د بشرپالنې ادارې ویلي، چې دغه ځواکونه وحشي روزل شوي او د عملیاتو پر وخت د هیڅ انساني او جګړییز قانون مراعت نه کوي

د حقوق بشر د ادارې په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې- ۰۱ ۰۲-۰۳-۰۴. د کندهار یرغلیز ځواک، د خوست کمپاین هغه ملیشې دي چې د سي ای اې له لوري روزل شوي او روزانه په بمبارونو، چاپو، او د خلکو په نیولو او ترط تم کولو کې ښکیل دي او ملکیان وژني

یادې ادارې له امریکا هم غوښتي چې د دغو ځواکونو د عملیاتو په اړه وضاحت ورکړي

د بشر د حقوقو د څارنې نړیوالې ادارې د دې راپور په غبرګون کې افغان دولت ویلي، چې دوی کوشش کوي داسې تګلاره جوړه کړي چې له امله یې د یادو ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي مرګ ژوبلې مخنیوی وشي

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي ویلي چې دوی د یادو ځواکونو د عملیاتو څخه چې ظاهراً تر ملي امنیت پورې مربوطې بلل کیږي، د کنترول څخه عاجز دي

د صدیقي په وینا چې معصوم ستانکزي هم له همدې امله استعفا ورکړه

د حقوق بشر ادارې په غزني، قندهار، میدان وردګ، لوکر او ځینو نورو ولایتونو کې د تیرو دوو کلونو د عملیاتو نتیجې تعقیب کړي چې ۳۷ ځایه پکې قصدا ملکیان وژل شوي او کورونه یې نړیدلي دي

د بشرپالنې ادارې د یادو عملیاتو څخه زیانمنو شویو کسانو سره هم مرکې کړي چې یو یې د میدان وردګ اوسیدونکی دی.

نوموړي ویلي، چې دده د دیارلس نفري کورنۍ څخه یوازې دی ژوندی پاتې شوی او نور دولس تنه یې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې په یوځای وژل شوي دي

نوموړي زیاته کړې، ایران کې یې مزدوري کوله چې د کور د ټولو غړو د وژلو خبر یې واوریده، کله چې کلي ته راغلو کور یې نړیدلی او درې ځامن، څلور لوڼه، یوه میرمن او څلور د تره لوګانې یې ټولې هدیره کې له خاورو لاندې پرتې وي او هیڅوک یې هم ژوندي نه وو پاتې شوي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *