کراچۍ نه پینډۍ ته تلونکي اورګاډي کې اورلګیدنې تر ۷۰ زیات تبلیغیان وژلي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

کراچۍ نه پینډۍ ته تلونکي اورګاډي کې اورلګیدنې تر ۷۰ زیات تبلیغیان وژلي

د پاکستان هیواد دولتي رسنیو د خبر په حواله له کراچۍ نه پینډۍ ته تلونکي اورګاډي کې د رحیم یارخان په سیمه کې اور لګیدلی چې له امله د اورګاډي درې ډبې په بشپړه توګه سوزیدلي او زیاته مرګ ژوبله یې رامنځته کړې ده.

اورګاډي کې د اور لګیدو لامل د تبیلغي حضراتو سره د ګیس ډبې ښودل شوي چې په روان ګاډي کې یې ناشته پرې پخوله او ډبه چاودلې ده

د رحیم یارخان د سیمې حکومتي چارواکو ویلي چې په پیښه کې تر دې دمه تر ۷۰ زیات تبلیغان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي چې د ځینو حالت نازک ښودل شوی دی

وژل شوي تبلیغیان لاهور کې د رایونډ اجتماع ته پر لاره وو چې د پیښې ښکار شول

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان په یاده پیښه خواشیني ښودلې او د ژوبلو د عاجلې درملنې هدایات یې کړي دي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *