مجاهد: ملا قیوم ذاکر د رهبري شوری غړی دی، له داعش سره د یوځای کیدو ادعا بې بنسټه ده – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

مجاهد: ملا قیوم ذاکر د رهبري شوری غړی دی، له داعش سره د یوځای کیدو ادعا بې بنسټه ده

وروسته له هغه چې د ملي امنیت مشاور حمدالله محب د طالبانو په خلاف وینا وکړه او طالبان یې سره ویشلي وبلل، طالب ویاند ذبیح الله مجاهد یې په وړاندې توند غبرګون ښودلی دی.

که څه هم تیره ورځ مجاهد د حمدالله محب خبرو ته د اوتو بوتو نسبت وکړ خو نن یې د هغې اوازې په غبرګون کې چې ګواکې ملا قیوم ذاکر له داعش سره یوځای شوی، اعلامیه خپره کړې ده

مجاهد لیکلي: ”اسلامي امارت د دښمن دغه پروپاګند په کلکه ردوي، ذاکرصاحب د اسلامي امارت د رهبري شورا غړی دی، په ټولو تصامیمو کې ونډه لري او هيڅ داسې څه پيښ شوي نه دي.“

د طالب ویاند په خبره چې د دوی دښمنان غواړي د داسې اوازو پر مټ ولس ته تشویش ورپیدا کړي او همدا رنګه په ټکو یې چې د داعشي فتنه ګرو لپاره یو ډول تبلیغ او کمپاین دی.

د یادونې وړ ده چې افغان حکومت ډیری وخت ورته ادعاوې کوی خو طالبانو هر ځل رد په کلکو ټکو رد کړي دي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *