امریکا تیره میاشت په افغانستان کې ۱۱۱۳ بمونه غورزولي دي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

امریکا تیره میاشت په افغانستان کې ۱۱۱۳ بمونه غورزولي دي

د امریکا دفاع وزارت په یوه تازه خپره شوې بیانیه کې ویلي چې امریکایي ځواکونو تیره اکتوبر میاشت په افغانستان کې ټول ۱۱۱۳ بمونه غورزولي دي

پنټاګون داسې مهال دا اعلان کړی چې د اګسټ په میاشت کې د امریکایي ځواکونو له لوري په افغانستان د غورزول شویو بمونو شمیر ۸۱۰ یادکړی وو

پنټاکون په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له لوري د هوایي بریدونو په زیاتیدو خوښي څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې دغه بمونه یې په طالبانو. القاعده. او داعش ډلې باندې غورزولي دي

د امریکا د دفاع وزارت په وینا چې د هوایي بریدونو زیاتوالی د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو لغوه کیدو له امله شوي دي

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملکیانو وژنه هم تر بل هروخت زیاته شوې ده خو د حقوق بشر اداره بیا تل د ملکیانو د وژل مسؤلیت طالبانو ته راجع کوي

د پنټاګون په راپور کې ۱۱۱۳ بمونه غورزول یواځې د امریکایي ځواکونو له لوري یاد شوي دي او د افغان ځواکونو او ناټو هیوادونو عملیاتو ته اشاره نه ده پکې شوې

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *