سهیل شاهین د رسنیو هغه ادعا رد کړه، چې ګواکې ملا برادر اخند چین ته تللی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

سهیل شاهین د رسنیو هغه ادعا رد کړه، چې ګواکې ملا برادر اخند چین ته تللی

ځینو رسنیو خبر خپور کړی وو، چې ګواکې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر اخند چین ته تللی ده

د طالبانو د قطر د دفتر ویاند دغه ادعاء رد کړې ده

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد سهیل شاهین ویلي، ‏د ځینو رسنیو دا ادعا چې د طالبانو د مرستیال او د سیاسي دفتر د مشر محترم ملا برادر اخند په مشرۍ د سیاسي دفتر یو هئيت چین ته تللی، حقیقت نلري او هسي یوه غیر تصدیق شده اوزه ده

هغه وایي د ځینو معلومو رسنیو دغه ادعاء له تصدیق پرته خپره شوې ده او بې اساسه راپور یې خپور کړی

سهیل شاهین زیاتوي، ځينې داسې معلومې رسنۍ دخپلو موخو لپاره تل د تصدیق پرته خبرونه او اوازې خپروي، چې په حقیقت کې واقع نه وي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *