بغلان کې ۳۶ تنه افغان سرتیري طالبانو ته تسلیم شوي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

بغلان کې ۳۶ تنه افغان سرتیري طالبانو ته تسلیم شوي

په داسې حال کې چې افغان دولت او بهرنیو ځواکونو په ګډه د سیمې د اربکیانو په ملکرتیا د تیرو لسو ورځو راهیسې د بغلان ولایت په ډنډ غوري سیمه کې پراخ هوایي او زمیني تهاجمي عملیات پیل کړي او د دغې سیمې د نیولو خبر یې هم ورکړی، وسلوالو طالبانو بیا د دې ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۳۶ تنو افغان سرتیرو، پولیسو، او اربکیانو د تسلیمي راپور خپور کړی دی

وسلوالو طالبانو نن په یوه خپره کړې بیانیه کې ویلي، چې د دوی د جلب او جذب کمیسیون او دعوت ارشاد د مسؤلینو په هڅو د مرکزي بغلان له مختلفو سیمو ۳۶ تنه دولتي ځواکونه دوی ته تسلیم شوي دي

وسلوالو طالبانو د نیول شویو کسانو د نومونو لیست هم خپور کړی

تر دې څو ورځې مخکې هم په مرکزي بغلان کې د ۴۶ تنو ملي اردو، پولیسوو او اربکیانو د تسلیمیدو خبر ورکړی وو

بغلان کې یو طرف افغان کمانډو او بهرنیو ځواکونو هوایي او زمیني عملیات پیل کړي او ځینې سیمې یې د وسلوالو طالبانو له شتون څخه پاکې کړي خو بل طرف د همدې ولایت په بله ولسوالۍ کې دا دوهم ځل دی چې لسګونه افغان سرتیري وسلوالو طالبانو ته تسلیمیږي

د بغلان په ډنډ غوري کې پخوا هم ګډو ځواکونو ورته تصفیوي عملیات ترسره کړي وو خو د عملیاتو له پای ته رسیدو سره سم افغان ځواکونو ټوله سیمه طالبانو ته پرې ایښې وه او د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سیمه وسلوالو طالبانو بیرته خپل کنترول کې اخیستې وه

دا ځل بیا دولت هڅه کوي چې په یاده سیمه کې بیسونه جوړ کړي او د سیمې اربکیان بیا په قدرت کې راولي، خو معلومه نه ده چې ملي اردو یا اربکیان به یاده سیمه څومره وخت وساتلی شي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *