د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې امریکایي ټانګ په بم الوزول شوی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې امریکایي ټانګ په بم الوزول شوی

د کندهار ولایت څخه راپورونه وایي، چې تیره شپه د ډنډ ولسوالۍ په سرګز سیمه کې د امریکایي ځواکونو یو ټانګ د ګزمې په وخت کې په بم ختلی او الوزول شوی دی

وسلوالو طالبانو د پیښې مسؤلیت منلی دی

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لیږل شوي خبر کې ویلي، چې بیګا شپه ناوخته یې د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ په سرګز سیمه کې د امریکایي ځواکونو یو زغره وال ټانګ په ماین الوزولی او پکې سپاره ټول امریکایي عسکر وژل شوي دي

په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو هم د یادې پیښې پخلی کړی او د یو امریکایی سرتیري ټپي کیدل یې منلي دي

دا په داسې حال کې ده چې تیره هفته وسلوالو طالبانو هلمند کې د یو نوي تکتیک په کارولو سره د امریکایي ځواکونو په اډه ۶۵ میزایل پو یو وار ویشتلي وو چې بهرنیو ځواکونو د پنځو امریکایانو ټپي کیدل منلي وو

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *